به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

وفاقی حکومت په اصولي توګه دا پرېکړه کړې چې د فیډرل کانسټبلري مرکز له پېښور څخه اسلام آباد ته ولېږدوي. د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دې منصوبې لپاره د ځمکې په ګوته کولو او د نوي مرکز د ماسټر پلان جوړولو سپارښتنه کړې ده.

​د کورنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې وینا کې راغلي چې دا پرېکړه د محسن نقوي په مشرۍ په یوه مهمه غونډه کې شوې چې په سي ډي اې مرکز کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر مملکت طلال چوہدري، د کورنیو چارو مرکزي سکرټری، د فیډرل کانسټبلري کمانډنټ او دپټي کمانډنټ، د سي ډي اې مشر، د اسلام آباد پولیسو ايي جي او د اسلام اباد ډي سي په ګډون نورو لوړ پوړو چارواکو هم برخه اخیستې وه.

​د وینا له مخې د کورنیو چارو وزیر د سي ډي اې چارواکو ته لارښوونه کړې چې د فیډرل کانسټبلري مرکز او روزنې اړتیاوو لپاره په دارالخلافه کې مناسبه ځمکه خاص کړي.

​وزیر په دې موقع وویل چې حکومت غواړي فیډرل کانسټبلري په عصري بنسټونو ودروي او یوه منظمه او ډېره فعاله قوه ترې جوړه کړي. هغه وویل چې د دې ګام مقصد د قوې د کارکردګۍ ښه کول او د راتلونکو ننګونو سره د مقابلې لپاره یې چمتو کول دي.

​د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دا لېږد به نه یوازې د فیډرل کانسټبلري اداري کارکردګي ښه کړي بلکې د دارالخلافه امنیتي سیسټم به هم لا پیاوړی کړي.

نور ولولئ