| به‌روزرسانی دربارهٔ |15:33

د خیبر پښتونخوا صوبې په دیر ضلع کې د لعل قلعې میدان په سر بانډه سیمه کې امنیتي ځواکونو د پټو معلوماتو پر اساس یو کامیاب عملیات وکړل. د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې ډزې وشوې چې په نتیجه کې یې درې ترهګر ووژل شول.

د دې عملیاتو په جریان کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتیري په ډیره خواشینۍ سره شهیدان شول.

 وروسته بیا امنیتي ځواکونو د نورو  ترهګرو د موندلو لپاره په سیمه کې پلټنې پیل کړې. په سیمه کې امنیتي ځواکونه زیات دي او وضعیت په پوره ډول د دوی تر کنټرول لاندې دی.

د یوې وروستۍ راپور له مخې د خیبر پښتونخوا په صوبې کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي. د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۶۰۵ د ترهګرۍ پیښې ثبت شوې دي.

 په دې پیښو کې ۱۳۸ بې ګناه خلک ووژل شول او ۳۵۲ کسان ژوبل شوي دي.

نور ولولئ