به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

​په پورتني (اپر) جنوبي وزیرستان کې د پرله پسې کرفیو له امله د خلکو ورځنی ژوند د ستونزو سره مخامخ شوی دی. دکانونه، کاروباري مرکزونه او بازارونه بند دي. د تګ راتګ د بندیز له امله ناروغان روغتونونو ته په رسېدو کې له سختو ستونزو سره مخ دي. په سیمه کي د روغتونونو ډیر کمښت دي او د ډاکټرانو د غیرموجودوالي له کبله خلک ډیر په تکلیف دي.

​د سیمې خلک وايي چې پرله پسې کرفیو یې ژوند خراب کړی دی. دوی وايي چې د ماشومانو زده کړه، کاروبار او د کورنۍ اړتیاوې ټولې تر اغېز لاندې راغلي دي.

​عامو خلکو له لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه کړې  ده چې د کرفیو په ساعتونو کې نرمي وکړي، ترڅو ژوند بېرته عادي شي او خلکو ته بنیادی اسانتیاوې برابرې شي.

نور ولولئ