به‌روزرسانی دربارهٔ10 hours ago

پاکستان او د امریکا سټراټیجیک میټالز (USSM) چې په میسوري کې یو شرکت دی او د مهمو کاني موادو په را ایستلو او بیا کارولو کې تخصص لري. د ۵۰۰ میلینه ډالرو په ارزښت یو معاهده لاس لیک کړه.

​دغه تړون چې د وزیراعظم په کور کې لاسلیک شو. مقصد یې د پاکستان د کانونو عملیات پراخول او د معدني زیرمو ارزښت زیاتول دي.

​په پاکستان کې د امریکا سفارت دغه تړون د امریکا او پاکستان اړیکو د پیاوړتیا او د مهمو کاني زیرمو د خوندي کولو لپاره د امریکا د ادارې له تمرکز سره سمون وبلل.

​په دغه معاهده لیک کې د انتيموني، مس، سرو زرو، ټنګسټن او نادرې ځمکې په څېر د کاني موادو د صادراتو لپاره پلانونه شامل دي. چې لومړنۍ پانګونه یې شاوخوا ۵۰۰ میلینه ډالره ده.

​دا همکاري د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو له وروستیو پرمختګونو وروسته رامنځته شوې. چې پکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالیاتو کمول او د پاکستان د تیلو د زیرمو په اړه تړونونه شامل دي.

​امریکا تر دې وړاندې د پرمختللې ټکنالوژۍ لپاره د پاکستان د کانونو په سیکټر کې ستراتیژیکه لېوالتیا ښودلې ده.

​دویمه معاهده لیک هم د پاکستان د ملي لوژستیکي شرکت او موتا-انګیل ګروپ ترمنځ د معدني موادو د صادراتو اړوند د لوژستیکي خدماتو لپاره لاسلیک شو.

نور ولولئ