د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعې کې پولیس او د سي ټي ډي په ګډو عملیاتو کې دوه ترهګر وژلي دي. دا عملیات د مش مستي خاني په سیمه کې شوي دي. د عملیاتو په وخت د ډزو په تبادله کې دوه ترهګر آصف نواز او هارون وژل شوي دي. چې د کټه خیل اوسېدونکي و. له وژل شوو ترهګرو څخه وسلې او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د لکي سټي په میر قلم پل سیمه کې نامعلومو وسله والو کسانو د پولیس اهلکار ثناءالله په کور وسله وال برید کړی دی. د ځایي سرچینو په وینا په دې برید کې د پولیس اهلکار ورور او مېرمن دواړه ټپیان شوي دي. ټپیان په سمدستي توګه د لکي سټي روغتون ته وړل شوي دي. پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.
د یوې تازه خپرې شوې سروې له مخې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي. په دې کال کې د اتو میاشتو په موده کې په صوبه کې د ترهګرۍ ۶۰۵ پېښې ثبت شوې دي. چې په پایله کې یې ۱۳۸ عام وګړي وژل شوي او ۳۵۲ ټپیان شوي دي. په دې موده کې د ترهګرو پر ضد عملیاتو کې ۳۵۱ کسان نومول شوي وو چې ۳۲ وژل شوي او ۵ نیول شوي دي. د امن او امان ساتلو لپاره کوښښ کوونکې پولیسو ته هم ډیر زیان رسېدلی دی. په دې کال کې ۷۹ پولیس اهلکار شهیدان او ۱۳۰ ټپیان شوي دي.