به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د خیبرپښتونخوا د پولیس آی جی ذوالفقار حمید د دفاع ورځې په مناسبت په ګېریژن ریکریشنل سنټر کې جوړې شوې غونډې ته ورغلی و. په دې موقع د پېښور سی سی پي او ډاکټر میا محمد سعید او د پولیسو نور افسران هم ورسره مل و.

​د غونډې وروسته آی جی د دفاعي وسایلو نندارتون ته ورغی. په دې نندارتون کې د پاک پوځ او هوایي ځواکونو نه علاوه نورو څانګو هم خپل سټالونه لګولي و. چې د خیبرپښتونخوا پولیسو سټال یې د خلکو پام ډېر ځانته اړولی و.

​د خیبرپښتونخوا پولیسو په سټال کې د فتنه الخوارج او نورو ترهګرو ډلو خلاف په عملیاتو کې کارېدونکي عصري وسلې او وسایل نندارې ته اېښودل شوي و. په دې نندارتون کې سنائپر رائفلز، انټي ډرون سېسټم او اې جي اېل په څېر عصري وسلې شاملې وې. خلکو د پولیسو دا ګام ډېر وستایه او د پولیسو مشر سره یې انځورونه هم واخیستل.

​په دې موقع له میډیا سره د خبرو پر مهال آی جی ذوالفقار حمید وویل چې د ستمبر شپږمه نېټه زمونږ د وسله والو ځواکونو د زړورتیا او مېړانې یاد تازه کوي‌. کله چې هغوی له ځانه څو چنده لوی دښمن ته ماتې ورکړه. هغه زیاته کړه چې خیبرپښتونخوا پولیس هم د خپلو زړورو وسله والو ځواکونو په پلونو روان دي او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره تل تیار دي.

​هغه د دې هوډ څرګندونه وکړه چې د ترهګرۍ او جرمونو خلاف به انټیلیجنس بیسډ اپریشن نور هم تیز کړي. څو د خیبرپښتونخوا خلکو ته د دایمي امن ډالۍ ورکړي.

هغه وویل چې خیبرپښتونخوا پولیس د سیکیورټي ځواکونو سره په ګډه د فتنه الخوارج په مکمله توګه ختمولو لپاره چمتو دي.

نور ولولئ