په کنړ صوبه کې د زلزلې ځپلو سیمو کې ژغورنې او مرستې چارې روانې دي. د تازه معلوماتو له مخې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ډېر شوی دی.
د کنړ ولایت په نورګل (مزار دره)، چوکۍ (دیواګل دره، چپا دره) او مانوګي ضلعو کې د نړېدلو کورونو څخه د ژغورنې په اپریشن کې تر اوسه پوري د سلګونو نورو شهیدانو مړي را ایستل شوي دي. د دې زیاتوالي سره د شهیدانو ټول شمېر ۲۲۰۵ ته رسېدلی دي او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی.
د معلوماتو له مخې ژغورونکې ډلې لا هم تر خاورو لاندې د خلکو په لټون بوختې دي. په بېلابېلو سیمو کې د بې کوره شویو خلکو لپاره خېمې جوړې شوې او زیانمنو ته لومړنۍ او بېړنۍ مرستې په منظم ډول رسېږي.
چارواکي وايي چي تر هغه به د ژغورنې او مرستې چارې وساتلي شي تر څو د شهیدانو او ټپیانو په شمېر کې ښايي نور هم زیاتوالی راشي.