به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د یارت (پنجشنبې) په ورځ ترهګرو په یو پولیس ګاډي برید وکړو. دا پېښه د لاچي تحصیل په کیرو سام شکرداره سړک باندې وشوه. چې د کوهاټ او کرک ضلعو ترمنځ پوله ده.

د پولیسو په وینا د ترهګرو په ډزو کې دوه پولیس افسران، خالد عثمان او عمر خان هم ټپیان شوي دي.

​ځايي خلک وايي چې ترهګر په شاوخوا غونډیو کې پټ دي او د هغوی د نیولو لپاره پولیس او نور امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي. د سرچینو په وینا د پولیسو او ترهګرو ترمنځ ډزې روانې دي. د آر پي او عباس مجید مروت د دې وضعیت جاج اخیستی دی.

​ټپي شوي پولیس افسران سمدستي روغتون ته لېږدول شوي، چې هلته یې درملنه روانه ده.

نور ولولئ