د جنوبي وزیرستان لویر ضلع کې د افغان کډوالو د تدریجي او پرامنې راستنېدو لړۍ جاري دي. د ضلعې ډپټي کمشنر ښاغلي مسرت زمان په وینا په تېرو پنځو ورځو کې ۸۰۰ افغان کډوال په خپله خوښه د انګور اډې سرحد له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ستنېدونکو کې سړي، ښځې او ماشومان شامل دي. د ضلعې انتظاميې د دوی د اسانتیا لپاره د انګور اډې په سرحد کې یو سرپناه جوړه کړې. چې د ۵۰ بسترو ګنجایش لري. په دې سرپناه کې کډوالو ته د اوبو، برېښنا او خواړو اسانتیاوې ورکول کېږي.
له دې سره سره د واڼه په ایګري پارک کې هم د افغان کډوالو لپاره موقتي خېمې درول شوي. چېرې چې دوی ته ټولې ضروری اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ډي سي مسرت زمان وايي چې د راستنېدو دا ټوله پروسه د امن او خوندیتوب لپاره د انګور اډې او ایګري پارک واڼه کې پولیسو سخت امنیتي تدابیر نیولي دي. دا ټوله پروسه د ضلعې انتظاميې او امنیتي ځواکونو تر ګډې څارنې لاندې روانه ده.