به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

په خیبرپښتونخوا کې د تېرو اتو میاشتو په ترڅ کې د ترهګرۍ ۶۰۵ پېښې شوې دي چې له امله یې ۱۳۸ ملکي کسان او ۷۹ پولیس شهیدان شوي دي.

​د یو راپور له مخې په دغو پېښو کې ۳۵۲ عام کسان او ۱۳۰ پولیس ټپیان شوي دي.

​د ترهګرۍ په پېښو کې ۳۵۱ کسان نامزد شوي، ۳۲ وژل شوي او ۵ نیول شوي دي.

​راپور زیاتوي چې په تېره یوه میاشت کې د ترهګرۍ ۱۲۹ پېښې شوې دي چې پکې ۱۷ عام کسان او ۱۳ پولیس شهیدان او ۵۱ عام کسان او ۴۶ پولیس ټپیان شوي دي.

​د تېرې میاشتې په پېښو کې ۱۸۶ شکمن کسان نامزد شوي او ۸ ترهګر وژل شوي دي.

​په تېره یوه میاشت کې په بنو کې ۴۲، په شمالي وزیرستان کې ۱۵، په جنوبي وزیرستان کې ۱۴، په دير کې ۱۱، او په ډېره اسماعیل خان او کرم کې ۸، ۸ پېښې شوې دي.

نور ولولئ