به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د اتوار (یکشنبې) په سهار امنیتي ځواکونو د جنوبي وزیرستان په تيارزه ګېټ قلعه کښې له یوې داسې وسیلې سره چې پکې څه د پاسه ۱.۵ ټنه چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوي وو. د یوه ممکن خطرناک ترهګریز برید مخه یی ونیوله. دا پېښه د سهار په شاوخوا ۷:۳۰ بجو هغه مهال وشوه چې یوه ساتونکي د ډاټسن پک اپ موټر ته د درېدو اشاره وکړه. خو موټر چلوونکي د درېدو پر ځای موټر پرېښود او وتښتېده

.

​د اسلام آباد میډیا خراسان ډایري د خبر له مخې امنیتي ځواکونو د مخکینیو معلوماتو پر بنسټ شک درلود چې په موټر کښې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو. نو سمدستی یې سیمه کلابنده کړه. له دې وروسته د چاودیدونکو توکو د شنډولو ډله (EOD) سیمې ته ولېږل شوه. د دوی له معاینې وروسته تایید شوه چې په موټر کښې ډېر چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو.

​د چاودیدونکو توکو د شنډولو ډلې له دغه موټر لاندې دغه مواد ترلاسه کړل څلور ګیس سلنډرونه، شپږ پلاسټیکي داني سلفوریک اسیډ او اووه چاودیدونکي توکي لرونکي پلاسټیکي داني. چې هری یوی یې شاوخوا ۲۴۰ کیلوګرامه وزن لرلو او د لرګیو لاندې پټ شوي وو. د چاودیدونکو توکو ټول وزن شاوخوا ۱۵۰۰ کیلوګرامه (۱.۵ ټنه) اټکل شوی دی.

​د ورځې تر پایه د چاودیدونکو توکو د شنډولو ډلې په بریالیتوب سره چاودیدونکي توکي شنډ کړل او سیمه یې خوندي اعلان کړه. دغه چاودیدونکي توکي د له منځه وړلو لپاره خوندي ځای ته انتقال شوي دي.

​امنیتي سرچینو د دغه ناکام برید په اړه وویل چې دغه برید په ممکنه توګه ډېر خطرناک وو او د ډېر نقصان او پراخ تخریب لامل کېدای شي. اوس مهال استخباراتي ادارې د تښتېدلي موټر چلوونکي د پېژندلو او د دې دسیسې تر شا د ټولې ترهګریزې نیټ ورک د موندلو لپاره پلټنې کوي.

نور ولولئ