د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ضلعي په کلاچۍ تحصیل کښې امنیتي ځواکونو د جاسوسي معلوماتو پر اساس یو اپریشن ترسره کړو او درې مطلوب ترهګر یې ووژل.
ځايي خلک وايي چې د اپریشن په وخت کښې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډېري سختي ډزې وشوې چې په پایله کښې یې د یو مهم قوماندان په ګډون درې ترهګر ووژل شول. معلومات ښيي چې وژل شوي ترهګر د امنیتي ادارو پر حملو او په نورو ډېرو کيسونو کښې مطلوب وو.
د اپریشن وروسته د ترهګرو له پټنځای څخه ډېره وسله او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شول.
امنیتي ځواکونه وايي چې دا کامیاب اپریشن ثبوت دی چې دوی د هېواد څخه د ترهګرۍ د ختمولو لپاره هوډمن دي. دوی دا ژمنه هم وکړه چې د خلکو په مرسته به ډېر ژر دا سیمه په مکمله توګه له ترهګرۍ څخه پاکه کړي.