په خیبر پښتونخوا کښې د جنوبي وزیرستان لاندې ضلعې څخه په پاکستان کښې د میشتو سلګونو افغان کورنیو د خپل وطن ته د ستنیدو لړۍ روانه ده. دا کورنۍ د ضلعي انتظامیې فرنټیر کور (K-P ساوت) پولیس او نورو اړونده ادارو په مرسته د انګور اډې سرحد څخه افغانستان ته ځي.
د چارواکو په وینا د بیرته ستنیدو دا بهیر په بیلابیلو مرحلو کښې په منظم او سوله ایزه توګه ترسره کیږي. په دې بهیر کښې په سرحد کښې د اسانتیاو خاص خیال ساتل شوی دی. د افغان کډوالو لپاره سرپناوې، خوراک، د څښلو پاکې اوبه او بریښنا په څیر لومړني اړتیاوې برابرې شوې دي.
د سیمه ایزو سرچینو په وینا د وانا ایګري پارک په مرکز کښې یو موقتي کیمپ هم جوړ شوی دی. دلته دې کورنیو ته خیمې او بسترونه ورکړل شوي ترڅو هغوی آرام وکړي.
د سیمه ایزو سرچینو په وینا په دې دواړو ځایونو کښې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د امنیتي ځواکونو لوی شمیر ځای پرځای شوی ترڅو د خلکو تګ راتګ پرته له کوم خنډ څخه اداره شي او نظم او امنیت وساتل شي.
دا ستنیدنه په داسې وخت کښې کیږي چې په پاکستان کښې د غیر قانوني میشتو بهرنیانو پر خلاف اپریشن روان دي.