به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

​د خیبر پښتونخوا د ضلع کوهاټ لاچي تاڼې په خوا کښې پوليسو د ترهګرو خلاف اپریشن وکړو. درې ترهګر یې وژلي دي.

 آر پي او عباس مجيد مروت ویلي دی چې پوليسو په ځوابي کارروائي کښې دا ترهګر ووژل. د ترهګرو په دې حمله کښې یو پوليس افسر شهید شوی دی چې پروبېشنر اسسټنټ سب انسپکټر اشفاق نومېږي. د شهيد شوی افسر سره دوه کانسټېبلان هم ژوبل شوي دي.

​د پېښې نه سمدستي وروسته آر پي او عباس مجید مروت او ډسټرکټ پوليس افسر ډاکټر زاهد اللّٰه په لوی شمېر کښې پوليس سره سيمې ته ورغلل او د عملیاتو قیادت يې په غاړه واخیست. پوليسو سيمه کلابنده کړه او اپریشن يې شروع کړو.   

دا اپریشن په سختو غرونو سیمو او ځنګل کښې وو. په اپریشن کښې درې ترهګر ووژل شول او د هغوی مړي وموندل شول. د دې ترهګرو د پېژندګلو کار روان دی. د نورو ژوبل ترهګرو لټون اوس هم روان دی.

​آر پي او عباس مجيد مروت وویل چې زمونږ زړور ځوانانو د ترهګرو سره جنګ وکړو او هغوی يې ختم کړل. هغه وویل چې مونږ به د خپلو شهیدانو قرباني ضایع نه کړو او د ترهګرۍ خلاف به زموږ جنګ جاري وي.

نور ولولئ