به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د بلوچستان په خضدار ضلع کښې پولیس د تښتونې او جنسي تېري په یو کیس کښې په وخت اقدام کړی او په څو ساعتونو کښې یې ۵ تورن کسان نیولي دي. چې پکې د لیویز ځواک یو عسکر هم شامل دی. دا کاروائی د خضدار ایس ایس پي شهزاده عمر عباس بابر په مشرۍ ترسره شوه ده.  چې پکې د سټي پولیس سټیشن ایس ایچ او عبدالله پندراني او د هغه ټیم مهم رول ولوباوه.

د پولیسو په وینا اغوا شوې جینئ د خضدار له کوشک سیمې څخه تښتول شوې وه. پولیسو نجلۍ ژغورلې او د جرم لپاره استعمال شوې تور رنګه موټر یې د مالک سره یوځای نیولی دی. د پولیسو سرچینو ویلي دي چې د نیول شویو کسانو نمونې اخیستل شوې دي او د تصدیق لپاره لاهور ته لېږل شوې دي. د تښتونې په درج شوي مقدمه کښې نومول شوي پلار او زوی هم د نیول شویو کسانو په ډله کښې دي.

پولیسو د متاثرې نجلۍ طبي سند ترلاسه کړی او عدالت ته یې وړاندې کړی دي. چیرې چې نجلۍ خپل بیان هم ثبت کړی دی. د ایس ایچ او عبدالله پندراني په وینا ایس ایس پي شهزاده عمر عباس بابر پخپله د دې کیس څارنه کوي او ټول تورن کسان نیول شوي او بندي شوي دي. د ځايي سرچینو په وینا په نیول شویو کسانو کښې شامل لیویز عسکر شاه جهان پخوا هم د ښځو د تښتونې او جنسي زیاتي په څېر لویو جرمونو کښې ښکېل وو. پولیسو ویلي دي چې هیڅوک به معاف نه کړي او قانون به په پوره توګه عملي کړي.

پولیسو د دې کیس نورې پلټنې تېزې کړې دي ترڅو ټول حقایق روښانه شي او متاثرې ته انصاف ورکړل شي. په دې کاروایي کښې ایس آي عبدالحق نوتاني، د سي آي اې انچارج مقبول احمد او خاص ټیم مهم رول ولوباوه او په وخت یې ښه کاروایي ترسره کړه.

نور ولولئ