په جنوبي وزیرستان کښې د ۱۳ ساعتونو لپاره کرفیو لګول شوې ده
د جنوبي وزیرستان په ځينو برخو کښې د اګست د میاشتې په ۲۸مه نېټه له سهار شپږو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پورې کرفیو لګول شوی ده.
د ضلعې انتظامي چارواکو ویلي دي چې د کرفیو پر مهال به هر ډول تګ راتګ بند وي او ټول بازارونه به بند وي.
چارواکو د ولس څخه وغوښتل چې د امنیت د ساتلو لپاره دې له دوی سره همکاري وکړي.
دغه راز په برمل او شکۍ تحصیلونو کښې به د خلکو تګ راتګ په مکمله توګه منع وي.
دغه قسم له وانه څخه د تیارزه ګیټ، کراب کوټ، تنۍ، عزیز آباد چوک او د ډېرګۍ پله تر لارې او د شکۍ، انزر چینه او واڼه لارې به هم بندې وي.
د جنوبي وزیرستان په اپر برخه کښې به د سپینکئي رغزیو او نظرخېلو، آسمان منزې، کاني ګرم، شیرونګي، سپین جماعت او توروام، د ډېرګۍ پله، مادي جان، شین ورسک، مولي خان سرای او چاغملې او د سر وېکۍ، مولي خان سرای او بروند لارې به هم د خلکو پر مخ بندې وي.
د بیړنیو حالاتو پر مهال به خلک کولای شي د پولیسو او امنیتي ځواکونو په اجازه، د شناختي کارډ او ضروري اسنادو پر مټ تګ راتګ وکړي.
خلکو ته دا هم ویل شوي چې کله چې امنیتي ځواکونه وویني. نو خپل ګاډي دې سل مټره لرې ودروي.
د ډیره اسماعیل خان او ټانک څخه جنوبي وزیرستان ته تلونکو مسافرو ته سپارښتنه شوې چې د کرفیو پر مهال دې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د سیمې انتظامي چارواکو ویلي چې دا اقدامات د امن او امنیتي حالاتو د لا ښه کولو لپاره اخیستل شوي دي.