به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

په پنجاب صوبه کښې زیاتو او ویجاړوونکو سیلابونو په سلګونو زره خلک بې ځایه کړي او زېربنا او کرنې ته یې زیان رسولی دی. د ستلج، راوي او چناب سیندونه چې د سختو موسمي بارانونو او د هند له بندونو څخه د اوبو د زیاتې خوشې کېدو له امله راوتلي. د مرکزي پنجاب زیاتي سیمې یې لاندې کړي او ګواښ کوي چې سویل ته به لا پسې خپرې شي.
​د دې کړکېچ له امله پاکستاني پوځ اته ضلعو ته استول شوی دی. سیالکوټ، نارووال، حافظ اباد، سرګودا، لاهور، قصور، اوکاړه او فیصل اباد ضلعي ته استول شوي دي. په ګوجرانواله کښې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي. رسمي ارقام ښیي چې تر ۱۵۰,۰۰۰ ډېر خلک او ۳۵,۰۰۰ څاروي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي او ډېر ژغورنې او روغتیايي کیمپونه جوړ شوي دي. د پنجاب حکومت پیشنګويي کوي چې تر ۶۰۰,۰۰۰ ډېر خلک اغېزمن شوي دي. دا شمېره د ملګرو ملتونو د OCHA له ارزونې سره سمون لري چې سږ کال د تېر کال په پرتله د موسمي بارانونو له امله د مړو شمېره د پام وړ زیاته شوې ده.

​ژغورنې ادارې (Rescue 1122) له بېلابېلو ضلعو څخه له ۳۹,۰۰۰ ډېر کسان ژغورلي دي. د سیندونو اوبه په څو سیمو کښې په خاص توګه د چناب په خانکي او قادر آباد او د ستلج په ګنده سنګ والا کښې لاهم خورا لوړې دي. د راوي سیند هم د ډېر لوړ سیلاب کچې سره مخ دی. د (PDMA) په قادرآباد هډورکس کښې د ممکن درز په اړه خبرداری ورکړه. چې کیدای شي د حافظ آباد او چنیوټ ضلعو ته سخت زیان ورسوي. خو د PDMA مشر وویل چې مهمې زېربناوې خوندي پاتې دي او په لویه پیمانه د خلکو ایستل روان دي. شاوخوا ۱۵۰,۰۰۰ کسان ځای پر ځای شوي او حکومت د بیړني غبرګون لپاره ۹۰۰ میلیونه روپۍ مختص کړې شوې دي.

​سیلابونو د چناب، راوي او ستلج سیندونو په اوږدو کښې په سلګونو کلیو ته سخت زیان رسولی دي. چې سړکونو او مخابراتي نیټ ورک ته یې هم زیات زیان رسولی دی. د کرتارپور صاحب کمپلکس هم په اوبو کښې ډوب شوی دی. چې له امله یې ۱۵۰ سېک زیارت کوونکي او کارکوونکي وژغورل شول. سیلابونه لاهم د شیخوپوره، ننکانه صاحب، اوکاړه او فیصل اباد په نورو سیمو کښې لاندې خوا خپرېږي.

نور ولولئ