په ۱۶ اګست ۲۰۲۵ د خیبرپښتونخوا بونیر ضلعې بیشونړي کلي کښې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله د انسانانو ژوند په دوزخ بدل شوی.
په دوبۍ کښې مېشت ۳۰ کلن مسافر محمد آیاز یوسفزی وایي چې د ده ټول ۱۲ د کورنۍ غړي د سېلابونو او غرني توفان له امله ژوند له لاسه ورکړ.
ایاز په ژړغوني غږ وایي چې د فېسبوک له لارې خبر شوم چې د خپلوانو موبایلونه مې بند وو. داسې احساس مې وکړو لکه قیامت چې راباندې تېر وي. زما خور، درې ترونه، د تره دوه زامن، د ترور زوی، یوه چاچي او ترور ټول اوبو یوړل. د بعض خلقو لاشونه اوس هم د اوبو لاندې دي.
دوی زیاتوي کلي دا وخت د صفا اوبو، خوراکي توکو او ځوانانو له سخت کمښت سره مخ دی.
ځايي خبریال محبوب جبران وایي چې په تحصیل ګدیزې ملک پور یونین کونسل کښې تر اوسه ۱۵۷ مړي راایستل شوي. ځینې پېژندل شوي جسدونه خاورو ته سپارل شوي دي خو د ډېرو کورنیو ټول غړي ورک شوي او لا هم لسګونه جسدونه د کلي په مارکیټ کښې د پېژندګلو په تمه پراته دي.
د کلي اوسېدونکي وایي چې تر ۲۰۰ زیات کورونه په کلی کښی موجود وو او اوس زیات تر د اوبو لاندې شوي او په ډېرو ځایونو کښې اوس د خوړ اوبه تېرېږي.
پخواني صوبايي اسمبلي غړي مولانا عبدالغفور په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې هغه یوازې په یوه شپه کښی ۵۱ جنازې ادا کړی.
یو بل اوسېدونکی عبدالواحد استاد وایي چې زما د کورنۍ د اته کسانو جنازې مې مخې ته پرتې دي. په کلي قیامت راغلی دی. دومره تباهي شوې ده چې نه د کورونو شمېر معلومېږي او نه د مړو. ماشومان، ښځې، نارینه، څاروي او کورونه ټول اوبو وړي دي.
بلخوا د پی ډي اېم اې د ابتدایي راپور له مخې په ټولې صوبې کښې د تېرو ۴۸ ساعتونو بارانونو او سېلابونو کښې تر اوسه ۳۰۰ کسان وژل شوي او بی شمیره ټپیان شوی دي. یوازې په بونیر کښې د سختو زیانونو له کبله حکومت د وزیراعلیٰ په ځانګړې هدایت ۱۵ کروړه روپۍ د مرستو لپاره اعلان کړي دي.