به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د ډیره اسماعیل خان پولیسو او سي ټي ډي په ګډه کاروائۍ کښې د ۱۴م اګست په موقع د ترهګرۍ یوه لویه منصوبه ناکامه کړې ده. په دې اپریشن کښې څلور ترهګر نیول شوي دي چې تعلق یې د کالعدم تنظیم لښکر جھنگوي (بالي کهياره ګروپ) سره دی.

​د ډیره اسماعیل خان ډي پي او سجاد احمد صاحبزاده د دې په اړه رسنیو ته وویل چې نیول شوي ترهګر په درجنونو بې ګناه خلک او پولیس یې شهیدان کړي دي. دوی غوښتل چې د آزادۍ په ورځ د ترهګرۍ لوی بریدونه وکړي.

​په اپریشن کښې نیول شوي څيزونه او نیول شوي کسان

​دا اپریشن د ګومل پوهنتون تاڼې په مټي بګواني سیمه کښې ترسره شو. نیول شوي ترهګر عمر فاروق (د پروا تحصیل د بهټېسر اوسېدونکی) آصف علي عمر (د عمر فاروق ټاون اوسېدونکی) حسنین معاویه (د پروا اوسېدونکی) هدایت اللہ (د ګره مټ اوسېدونکی) وو.

​د نیول شویو ترهګرو څخه ډېره وسله او چاودیدونکي څيزونه ترلاسه شوي دي. په دې څیزونو کښې یو تیار شوی آئی ای ډي بم چې د مقناطیس او سرکټ سره یې تړلې  و. یو ۹ ايم ايم پېسټل او یو ۳۰ بور ماوزر چې د ایس ایم جی رایفل په شکل کښې جوړ شوی و.

​همدارنګه د دوی څخه ۳ میګزینونه، ۲۸ کارتوسونه، ۳ هېنډ ګرېنېډز او ۵ اې جي اېل ګرېنېډز هم ترلاسه شوي دي.

​د بمونو جوړولو لپاره هم توکي نیول شوي چې پکې ۶ غیر برقي ډیټونیټرز، ۹ برقي ډیټونیټرز، ۱۰ ګزه سیفټي فیوز او ۲۵۰ ګرامه بارود شامل دي.

​د ترهګرو څخه دوه ساده او درې ټچ موبایلونه هم نیول شوي دي. د دې پیښې په اړه د سي ټي ډي پولیسو مقدمه درج کړې او نورې پلټنې روانې دي.

نور ولولئ