به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د پاکستان امنیتي ځواکونو د ژوب ضلعې په سمبازه سیمه کښې د دوو ورځو اپریشن پر مهال د هند ملاتړي ۴۷ وسله وال وژلي دي. د پوځ د ISPR (آی ایس پي آر) د یوې اعلامیې له مخې دا عملیات د اګست په ۷مه او ۸مه شروع شوي وو.

په اعلامیه کښې راغلي چې د اګست په ۷مه او ۸مه نېټه په سمبازه سیمه کښې له افغان پولې سره نږدې د وسله والو لویه ډله معلومه شوه. چې د امنیتي ځواکونو لخوا په نښه شوه. د دې عملیاتو په پایله کښې ۳۳ وسله وال وژل شوي وو.

وروسته د اګست په ۸مه او ۹مه شپه په همدې سیمه کښې د نورو وسله والو د موندولو او له منځه وړلو لپاره یو غټ اپریشن شروع شو. په دې اپریشن کښې ۱۴ نور وسله وال ووژل شول او د هغوی څخه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شول.

د پوځ په وینا په دوو ورځو کښې د وژل شویو وسله والو شمېر ۴۷ ته ورسېد. امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د هېواد د پولو ساتنه وکړي او د پاکستان د سولې، ثبات او پرمختګ د سبوتاژ کولو هڅې ناکامې کړي.

نور ولولئ