به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هغه ادعا په کلکه رده کړې چې پاکستانیان د روسیې لپاره د مزدورانو په توګه جنګېږي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کښې ویلي چې دغه ادعاوې بې اساسه او بې بنسټه دي. دوی ټینګار کړی چې د اوکراین چارواکو تر اوسه په دې اړه له پاکستان سره هېڅ ډول رسمي اړیکه نه ده نیولې او نه یې هم د دې ادعاوو د اثبات لپاره څه د باور وړ شواهد وړاندې کړي دي.

ولسمشر زلنسکي د اګست په ۴مه په خپله یوه وینا کښې، چې له جګړې کرښې د لیدنې وروسته یې وکړه. هغه ادعا کړې وه چې اوکرایني ځواکونه د خارکف په شمال ختیځه سیمه کښې له څو هېوادونو، لکه پاکستان، چین او د افریقا د ځینو برخو څخه د راغلو مزدورانو سره مخ دي.

د پاکستان د حکومت دغه رسمي رد د اوکراین په جګړه کښې د پاکستان د بې طرفۍ پخوانی دریځ بیا په ډاګه کوي. پاکستان تل د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم، د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د جګړې د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستان غواړي د اوکراین له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي، ترڅو د دغو بې اساسه ادعاوو په اړه وضاحت وغواړي.

دا رسمي رد له دې وړاندې د اوکراین ته د وسلو ورکولو په اړه د ادعاوو له ردولو وروسته راځي. هغه پخوانۍ ادعاوې، چې پکې د بي بي سي یوه څېړنه هم شامله وه او د یوه مهم وسلو د معاملې خبره یې کړې وه. هغه هم د پاکستاني چارواکو او روسیې سفیر له خوا رد شوې وې.

نور ولولئ