به‌روزرسانی دربارهٔ10 hours ago


نن سهار د پاکستان او هند د تاو تریخوالي په اوج کښې، د پنجاب نږدې شپږ ښارونه او د سند ګهوټکي د نامعلومه بې پایلټو الوتکو (UAVS) تر برید لاندې راغلل.
د لاهور د والټن او برکي سړک سیمې، ګجرات، ګوجرانواله، چکوال او شیخوپوره په هغو ځایونو کښې شامل دي چې پاکستاني چارواکو ډرونونه ویشتلي او پاتې شونې یې نیولي دي.
په ټولنیزو رسنیو کښې خپرو شویو ویډیوګانو کښې د لاهور په یوه ګڼ مېشته سیمه کښې د تورو لوګیو ورېځې لیدل کیږي. خلک له خپلو کورونو راوتلي وو.
یوه چارواکي تایید کړه چي په لاهور ښار کښې په والټن سیمه کښې یوه ډرون ویشتل شوې ده. مونږ لا تر اوسه د جزیاتو په راټولولو بوخت یو.
د ایس ایس پي په وینا په ګهوټکي کښې د ډرون په برید کښې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
په عین حال کښې د اسلام آباد، کراچۍ، لاهور او سیالکوټ هوایي ډګرونو فعالیتونه په موقتي توګه ځنډول شوي دي.

Author

نور ولولئ