د خیبر پښتونخوا په بنو ضلع کښې د میریان تاڼې په حدودو کښې د نورړ په سیمه کښې د بنو پولیسو، پاک پوځ او سي ټي ډي پولیسو یو ګډ عملیات د استخباراتي معلوماتو پر اساس په بریالیتوب سره روان دي.
د بنو ډي پي او سلیم عباس کلاچي پخپله له خپلې ځانګړې پولیسي ټیم سره په عملیاتو کښې شتون لري. د عملیاتو پر مهال په مختلفو ځایونو کښې کلکې ناکې بندۍ لګول شوې دي.
ځایي سرچینو ویلي دي چې د ترهګرو عناصرو په احتمالي پټنځایونو مؤثر چاپې وهل کیږي. شرپالو عناصرو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له امله له سیمې څخه تېښته کړې ده.
امنیتي ځواکونه د شرپالو په نیولو هوډمن دي او پراخ عملیات روان دي. د عملیاتو موخه د سیمې له شرپالو عناصرو څخه پاکول او د دائمی سولې ټینګښت دی.
د بنو ډي پي او سلیم عباس کلاچي په دې موقع واضحه کړه چې بنو به په هر حالت کښې له شرپالو عناصرو څخه پاک شي او د امن زانګو به جوړه شي او د قانون ماتوونکو پر خلاف به عملیات همیشه دوام وکړي.
هغه زیاته کړه چې زمونږ د ځوانانو مورال لوړ دی او د هر ډول ناخوښه وضعیت سره د مقابلې لپاره په مکمله توګه چمتو او الرټ دي.



