به‌روزرسانی دربارهٔ8 hours ago

نن د نهه په ورځ سهار وختي په باجوړ کښې د ترهګرو پر ضد عملیات پیل شوي. چې تر اوسه پکې لږ تر لږه ۱۱ ترهګر وژل شوي او پنځه امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي. ویل کیږي چې د یوه سرتیري روغتیایي حالت نازک دی.

دا عملیات وروسته له هغه پیل شول چې د باجوړ په شپاړسو سیمو کښې کرفیو ولګول شوه. په دې سیمو کښې بادسیاه، ترخو، ایراب، ګټ، اګره، خودچۍ او دواوګۍ شاملې دي. همدارنګه کلان، لغرې، کټکوټ، ګیلې، نښتر، زري، دمبرې، امانته او زاګي هم د کرفیو تر اغیز لاندې سیمې دي.

کرفیو به د راتلونکو دریو ورځو لپاره د سهار له ۵ بجو څخه تر ماښام ۵ بجو پورې وي. خلکو ته د جوماتونو له لارې په لوډسپیکرو خبرداری ورکړل شوی چې د کرفیو پر مهال له کورونو بهر نه ووځي.

د ورځې په اوږدو کښې جنګي چورلکو د اورپکو پټنځایونه په نښه کړل او پولیسو په مهمو لارو چیک پاینټونه جوړ کړي دي.

امنیتي ځواکونه په ډیر احتیاط سره پرمخ ځي. ځکه چې داسې راپورونه شته چې ترهګر د ملکي وګړو په منځ کښې پټ شوي دي. ځايي سرچینو ویلي چې یو شمیر ملکي وګړي هم په دې عملیاتو کښې ټپیان شوي، خو پورا شمیر یې لا نه دی معلوم شوی.
د منع شوي تحریک طالبان پاکستان اړوند ټولنیزو رسنیو حسابونو پوسټونو ښودلې چې دې عملیاتو د دوی شتمنیو ته زیان رسولی دی.
تر اوسه چارواکو د تلفاتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

نور ولولئ