به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

په تېرو لسو ورځو کښې د کوهاټ، هنګو، اورکزو او لاندې کرم په سرحدي سیمو کښې د وسله والو پر پټنځایونو د پوځ او پولیسو په یوه لویه ګډه عملیاتو کښې لږ تر لږه ۱۵ وسله وال وژل شوي دي. دا معلومات پولیسو ورکړي دي.

په دې عملیاتو کښې چې څه باندې ۲۰۰ پوځي او پولیس پرسونل پکې برخه لري. د غرنیو سیمو لکه چپري، کنډاوو، شینوارۍ، زرغري، نریاب او نورو سختو سیمو کښې د وسله والو پر پوستو د هیلي کاپټرونو په وسیله بریدونه شوي دي. پولیس وايي چې وسله وال د هیلي کاپټرونو د بریدونو پر مهال غرنیو ځنګلونو ته تښتېدلي دي.

د سیمه ییزو پولیسو مشر (RPO) په وینا د روانو عملیاتو پر مهال د وسله والو ګڼ شمېر پټنځایونه له منځه وړل شوي او ډېر وسله وال ټپیان شوي دي.

د کرم په کوه میدان سیمه کښې هم یو جلا پلټونکې عملیات روان دي چې ویل کیږي اوس له وسله والو سیمه پاکه شوې ده.

نور ولولئ