د پاکستان څخه د پولیو (ګوزن) ناروغۍ له منځه وړلو لپاره په یوه مهم ګام کښې د بلوچستان په کویټه ښار کښي د بیړني عملیاتو مرکز (EOC) اعلان کړی چې د جولای له ۲۸ څخه به د اګست تر ۴ پورې په بلوچستان کښې، په ځانګړي توګه په کویټه، پشین، چمن، ډیره بګټي، دوکي، ژوب او قلعه عبدالله کښې د پولیو ویکسینیشن یو اوږد کیمپین پیل شي.
د دې هڅو د یوې برخې په توګه ۵۸۵,۴۹۰ ماشومانو ته چې عمرونه یې له ۴ تر ۵۹ میاشتو پورې دي. هغوي ته به د پولیو غیر فعال ویکسین (fIPV) انجکشن ورکړل شي. د دې ترڅنګ به د خولې له لارې د پولیو ویکسین (OPV) څاڅکي هم ورکړل شي ترڅو د ماشومانو معافیت پیاوړی شي او د ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.
دا کیمپین به د جولای له ۲۸ څخه د اګست تر ۴ پورې دوام وکړي او ۱۲۳ هغه حساسو سیمو ته به ورسیږي.
په وروستیو کښې پکې د پولیو ویروس موندل شوی یا د ویکسینیشن پوښښ پکې کم دی.
د بلوچستان د EOC په وینا د دې پراخ ویکسینیشن لپاره ۱,۸۳۵ ویکسینیشن ټیمونه چمتو شوي دي. د روغتیایي کارکوونکو د خوندیتوب لپاره په ټولو ښکیلو ضلعو کښې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
روغتیایي کارپوهان ټینګار کوي چې د fIPV انجکشن په ځانګړي توګه د هغو ماشومانو لپاره ډیر اغیزناک دی چې خوارځواکي لري یا ډیری وختونه په ناروغیو اخته کیږي ځکه چې دا یوازې د خولې له لارې د ویکسین په پرتله ډیر قوي ساتنه چمتو کوي.
د EOC بلوچستان همغږي کوونکي انعام الحق وویل چي دا کیمپین زمونږ د پراخې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده ترڅو د پولیو ویروس لیږد ودروو او په زیانمنو ماشومانو کښې معافیت لوړ کړو.
هغه له ټولو والدینو څخه وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي چې ماشومانو ته هم د انجکشن او هم د خولې ویکسین ورکړل شي او ټینګار یې وکړ چې دا ویکسینونه خوندي او اغیزمن دي.
کیمپین به د زیږون څخه تر ۵۹ میاشتو پورې ماشومان د OPV څاڅکو سره په نښه کړي، ترڅو د دې کمزورې کوونکې ناروغۍ په وړاندې ژر تر ژره ساتنه یقیني شي.
انعام الحق زیاته کړه چي والدین باید د پولیو ویکسین اهمیت درک کړي او د ویکسینیشن ټیمونو سره همکاري وکړي. دا یوازینۍ لار ده چې مونږ کولی شو خپل راتلونکي نسلونه د دایمي ناروغۍ څخه وژغورو.
اي او سي هم د ملي او نړیوالو شریکانو په ملاتړ د پولیو له منځه وړلو ته خپله ژمنه بیا تکرار کړه. تمه کیږي چې د fIPV او OPV ګډه کارول به په نږدې راتلونکي کښې د پولیو څخه پاک بلوچستان ترلاسه کولو چانسونه د پام وړ لوړ کړي