به‌روزرسانی دربارهٔ9 hours ago

د بلوچستان په پلازمېنه کوټه کښې د وژنې د یوې پېښې وروسته چې پکې بانو بي بي او بل کس وژل شوي وو. د بانو بي بي مور، گل جان بي بي د عدالت له لوري په عدالتي ریمانډ زندان ته استول شوې ده. په داسې حال کښې چې نومول شوی تورن سردار شیرباز پولیسو ته د ۱۰ ورځو لپاره سپارل شوی دی.

گل جان بي بي ته د دوه ورځني پولیسي ریمانډ پای ته رسېدو وروسته د ترهګرۍ ضد ځانگړې عدالت نمبر یو ته وړاندې شوه.

عدالت د بانو بي بي وژنه جایز گڼلو او مرکزي تورن بې گناه ویلو په خاطر دغې مېرمنې ته د زندان امر وکړ.

څو ورځې وړاندې د بانو بي بي له وژنې وروسته د هغې مور په یوه ویډیويي پیغام کښې ویلي وو چې د هغې لور وژنه جایز وه. په دې ویډیو کښې هغې مرکزي تورن سردار شیرباز ساتکزۍ هم بې گناه گڼلی وو.

د دې ویډیو له خپرېدو وروسته، پولیسو گل جان بي بي نیولې وه.
هغې ته د کوټې د ترهگرۍ ضد عدالت ته وړاندې شوه. چیرې چې پولیسو د دوه ورځو ریمانډ غوښتنه وکړه. عدالت دا غوښتنه ومنله او گل جان بي بي یې د دوه ورځو لپاره پولیسو ته وسپارله. اوس د ریمانډ موده پای ته رسېدو وروسته هغې ته په عدالتي ریمانډ زندان ته استول شوې ده.

نور ولولئ