د خیبر پښتونخوا کرک ضلعې شاه سلیم پولیس تاڼې ته د خالي (شنبې) په ورځ پټ خبر ورسید چې د ثناء الله جلالي او مولانا نذیر په مشرۍ یوه ترهګره ډله د ورانکارۍ په موخه د لکي مروت عباسه خټک په لور روانه ده. د خبر د رسیدو سره سم د شاه سلیم پولیس تاڼې، د نورو تاڼو پولیسو او سي ټي ډي (CTD) څانګې سمدستي ګډ عملیات پیل کړل او د میناخیل په سیمه کښې یې له ترهګرو سره نښته پیل کړه.
پر پولیسو ترهګرو ړوندې ډزې وکړې خو پولیسو هم سمدستي ځوابي ډزې وکړې. په دې ترڅ کښې ترهګر نږدې غرونو او ځنګل ته وتښتیدل. پولیسو تعقیب وکړ او په سیمه کښې یې تلاشي عملیات ترسره کړل. د تلاشۍ په جریان کښې یو ترهګر مړی وموندل شو. چې د هغه پیژندګلوي یې فداء الله ولد حلیم خان، د کرک نغري واله اوسیدونکی په توګه وشوه.
له وژل شوي ترهګر څخه کلاشنکوف، دوه لاسي بمونه، بنډولئیر، مجلې او ۵۰ کارتوس ترلاسه شوي دي. لومړنيو څیړنو ښودلې ده چې دا ډله د پولیس افسر سعید نواز په وژنه کښې هم لاس لري. کوم چې پرون شهید شوی و. د کرک پولیس د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د ولس د خوندیتوب لپاره خپل عملیات روان ساتي.