به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د بلوچستان ژوب ضلع چې له افغانستان سره پر پوله پرته ده.
امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یو مهم عملیات ترسره کړل. په دې عملیاتو کښې ۴ مطلوب ترهګر ووژل شول.
ځايي سرچینو ویلي چې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او د ترهګرو پټنځایونه یې په نښه کړل. د ډزو د سختې تبادلې پر مهال څلور ترهګر له منځه یوړل شول.

د عملیاتو په ترڅ کښې د ترهګرو له پټنځایونو څخه په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. د امنیتي ځواکونو دا عملیات په سیمه کښې د سولې او نظم د ښه والي لپاره یو مهم ګام دی.

نور ولولئ