به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د مولانا هدايت الرحمان بلوچ په مشرۍ لاندې په سلګونو ګډونوال نن له کویټې څخه اسلام اباد ته د جمعیت اسلامي په تنظیم شوي اوږده لاریون کښې روان شول.

لاریون کوونکي به د سلګونو موټرو په کاروان کښې سفر کوي. چې په کويټه کښې راټول شوي وو.
مولانا هدایت الرحمان چې د جمعیت اسلامي بلوچستان امیر او د صوبایي اسمبلۍ غړی دی. له روانیدو مخکې ګډونوالو ته وینا وکړه. د دې لاریون موخه دا ده چې پر حکومت فشار راوړي څو شپږو مهمو غوښتنو ته پام وکړي.

په دې غوښتنو کښې د لا درکه کسانو د ستونزې حل، د ناامنۍ او بې روزګارۍ له منځه وړل، د سرچینو ساتنه، د ټریلر مافیا د سرپرستۍ پای ته رسول او د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په اړه اندیښنو ته رسیدګي شاملې دي.

نور ولولئ