به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) او استخباراتي ادارو په یوه ګډ عملیاتو کښې په راولپنډۍ کښې د ترهګرۍ یوه لویه دسیسه شنډه کړې ده. په دې عملیاتو کښې د فتنه الخوارج ډلې یو ډېر خطرناک غړی موسی نیول شوی دی.

د CTD د بیان له مخې موسی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو عملیاتو کښې نیول شوی دی. له هغه څخه په زیاته اندازه چاودیدونکي توکي، وسلې، لاسي بمونه، د پریما کورډ ډیټونیټرونه، ریموټ کنټرول وسایل، ۷ فوټه سیفټي فیوزونه او مهمات ترلاسه شوي دي.

ویندوی وویل چې موسی په راولپنډۍ کښې د حساسو ځایونو څارنه کړې وه او په دې وروستیو کښې یې د یوه هدف ځای ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې وه. هغه څو ځله په افغانستان کښې روزنه لیدلې وه او د خوارجو ډلې له یوه لوړ پوړي قوماندان سره یې پرله پسې اړیکې درلودې.

د موسی پر ضد کیس ثبت شوې ده او نورې څېړنې روانې دي. د CTD ویندوی ټینګار وکړ چې دې پر وخت اقدام په راولپنډۍ کښی یوه لویه المیه مخه ونیوله.

نور ولولئ