به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

پاکستان ته د ۲۰۲۵م کال د مې په ۷مه نېټه په یوه لویه هوايي جګړه کښې د هند د جنګي الوتکو د ویشتل کېدو په اړه د لومړي ځل لپاره یوه هندي چارواکي دا خبره ومنله. د هند د سمندري ځواکونو کپتان شیو کمار چې په جیکارتا کښې ئي یوې غونډې ته خبرې کولې. هغه تایید کړه چې د پاکستاني هوايي ځواک (PAF) جیټ الوتکي په دې لویه هوايي جګړه کښې هندي الوتکې ویشتلې دي.
دی وایر (The Wire) په وینا که کمار د ویجاړو شویو الوتکو شمیره په ډاګه نه کړه او یوازې دومره یې وویل چې د زیانونو راپورونه مبالغه شوي. خو د هغه دا اعتراف د پخوانیو هندي بیانونو څخه یو مهم بدلون دی. هغه دا زیانونه د هند حکومت لخوا سیاسي محدودیتونو ته منسوب کړل او ادعا یې وکړه چې د لومړي وزیر مودي ادارې هندي هوايي ځواک (IAF) ته امر کړی و چې پاکستاني پوځي تاسیسات او د هوايي دفاع سیسټمونه په نښه نه کړي. کمار استدلال وکړ چې دې کار پاکستان ته تاکتیکي ګټه ورکړه.
دې اعتراف په هند کښې جنجال راپورته کړی دی. خو کمار د هندي هوايي ځواک له کړنو دفاع وکړه او ویې ویل چې له لومړنیو زیانونو وروسته د دښمن د هوايي دفاع له ځپلو وروسته تاکتیکونه د پوځي تاسیساتو په نښه کولو لپاره تنظیم شول. هغه ادعا وکړه چې دې کار د برهموس توغندیو په کارولو سره وروستي بریدونو ته لاره هواره کړه.
د هند د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انیل چوهان چې په جلا توګه یې په سنګاپور کښې خبرې کولې. هغوئي د ورک شویو جیټ الوتکو له شمیرې څخه د زیانونو لاملونو ته مخه کړه او د ستراتیژیک وضعیت پوهیدو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
پاکستاني هوايي ځواک مخکې ویلي وو چې د مې د ۷مې نېټې په نښته کښې یې شپږ هندي جنګي الوتکې، په شمول درې رافیل جیټ الوتکې ویشتلې دي. دا د پاکستان په څو ځایونو باندې د هند له توغندیز برید وروسته وشول. دا نښته په هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د یوې وژونکې حملې په تعقیب رامنځته شوه. چې هند یې پړه پر پاکستان واچوله. خو پاکستان دا ادعا رد کړه. دا پیښه په وروستیو کلونو کښې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې یو له جدي پراختیاوو څخه وه. د هند د اپوزیشن کانګریس ګوند د مودي حکومت د وضعیت د سمبالولو او د زیانونو د کچې په اړه د خلکو د ګمراه کولو له امله وغنده.

نور ولولئ