به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د پاکستان پوځ مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر ویلي چې د پښتونخوا په سیمه کښې د سولې او ثبات ضمانت دی. دا خبره هغه د جمعې په ورځ د ۵۲مې ګډې روزنې پروګرام له افسرانو سره په آرمي آډیټوریم کښې د لیدنې پر مهال وکړه.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) له مخې په دې لیدنه کښې د پوځ د سولې پر مهال رول او نورو چارو په اړه تفصیلي خبرې وشوې. فیلډ مارشل سید عاصم منیر ملي امنیت ته پر داخلي او بهرنيو ننګونو رڼا واچوله او د ملکي او پوځي مشرتابه ترمنځ یې د ښې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د آی ایس پي آر له مخې فیلډ مارشل په سیمه کښې د سولې او ثبات لپاره د وسله والو ځواکونو پر فعال رول هم ټینګار وکړ.

آی ایس پي آر وویل چې په دې موقع فیلډ مارشل سید عاصم منیر د دولت په اداره کښې د ملکي بیوروکراسۍ پر کلیدي رول ټینګار وکړ او افسرانو ته یې لارښوونه وکړه چې د ملت خدمت خپل لومړیتوب وګرځوي او د صداقت، مسلکي مهارت او هېواد دوستۍ پر لوړو معیارونو پوره شي.

آی ایس پي آر نور وویل چې تر روزنې لاندې افسرانو په کشمیر، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کښې په عملیاتي سیمو کښې له مختلفو فارمیشنونو سره په اړیکه کښې د دریو واړو ځواکونو په اړه تجربه ترلاسه کړه. د بیان له مخې افسرانو د فیلډ مارشل سید عاصم منیر لید او د پوځ رول وستایه.

د آی ایس پي آر له مخې د سفر پای د پوښتنو او ځوابونو پر یو متقابل سیشن پای ته ورسید چې د رغنده خبرو اترو، ګډ مسؤلیت او د پاکستان د تلپاتې پرمختګ لپاره د ډله ایزې مینې منعکس کونکی و.

نور ولولئ