به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار لیفټیننټ جنرل محمد عاصم ملک په بیجینګ کښې د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) د امنیت شورا د سکرترانو په غونډه کښې ګډون وکړ. نوموړي په دې غونډه کښې د سیمه ییزې سولې لپاره د پاکستان پر ژمنتیا بیا ټینګار وکړ.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې پاکستان د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو او د خبرو اترو له لارې د شخړو د حلولو په موخه کار کوي. لیفټیننټ جنرل ملک په غونډه کښې د سوله ییز ګډ ژوند او سیمه ییزې سولې لپاره د پاکستان پر هوډ هم خبرې وکړې.
هغه د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې پر څنډه د چین له لوړ پوړو چارواکو سره هم وکتل.
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت ډوول هم په دې غونډه کښې شتون درلود او هلته یې د ترهګرۍ پر وړاندې د دوه ګونو پالیسیو د ختمولو په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه د پهلګام برید وروسته له څو ورځو کړکېچ وروسته د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند له یوې میاشتې وروسته ترسره کېږي. هند پر پاکستان د دغه برید تور لګولی و او د پاکستان پر څو ښارونو یې توغنديي بریدونه کړي وو. په ځواب کښې پاکستان د هند شپږ جیټ الوتکې راوغورځولې او د هند په څو ښارونو کښې یې پوځي مرکزونه په نښه کړل.

نور ولولئ