په میلیونونو مسلمان حاجیان نن د جون په پنځمه د عرفات غره ته راټول شول. چې دا د حج کلنۍ فریضې تر ټولو مهمه برخه ده. سعودي چارواکو د زیاتې ګرمۍ له امله د ورځې له ۱۰ بجو څخه تر ۴ بجو پورې یې تودوخه له ۴۰ درجو څخه اوړي. حاجیانو ته سپارښتنه کړې چې د ورځې په دې ګرمو ساعتونو کښې دننه پاتې شي.
په دې مراسمو کښې په زرګونو خلکو د سهار له وخته دعاګانې وکړې او قرآن یې تلاوت کړ. ډیریو یې د سهار له یخې هوا څخه ګټه پورته کړه او د لمر څخه د ځان ژغورلو لپاره یې چترۍ کارولې. حاجیان به د څو ساعتونو لپاره په غره کښې پاتې شي او بیا به د لمر پرېوتو سره سم مزدلفې ته ولاړ شي ترڅو د شیطان د سنګسارولو (کاڼو ویشتلو) مراسمو لپاره تیږې راټولې کړي.
سږ کال د حج په مراسمو کښې د خوندیتوب تدابیر زیات شوي دي. په ځانګړي توګه د تیر کال د ۱۳۰۱ حاجیانو له مړینې وروسته چې د تودوخې له امله وژل شوي وو. چارواکو سیوري لرونکي ځایونه پراخ کړي. اضافي کارکوونکي یې ګمارلي او د خلکو د مدیریت لپاره یې له ټکنالوژۍ څخه کار اخیستی دی. د تودوخې پورې اړوند ناروغیو د کمولو لپاره سږ کال تر ۴۰ ډېر دولتي ارګانونه او ۲۵۰۰۰۰ چارواکي په دې هڅو کښې ښکیل دي.
ډیرو حاجیانو د حج د ترسره کولو خپل د ژوندانه ارمان په پوره کولو سره ژور احساسات څرګند کړل. یوه پاکستاني حاجي علي د دریو کلونو هڅو وروسته د خپلې تجربې په اړه وویل چې ډېر د برکته احساس کوي. سږ کال د خوندیتوب زیات شوي تدابیر موخه لري چې د ۲۰۲۴ کال د غمیزې مخه ونیسي. چې په ځانګړي توګه یې هغه غیر راجستر شوي حاجیان زیانمن کړي وو چې اړینو اسانتیاوو ته یې لاسرسی نه درلود.