به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په هند کښې د اسلامو فوبیا (د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې کرکه) د زیاتېدونکو پېښو په اړه د رسنیو پوښتنو ته په ځواب کښې ویلي دي چي پاکستان په ټول هند کښې د اسلامو فوبیا پر زیاتېدونکو پېښو سخته اندېښنه څرګندوي.

د پاکستان حکومت له هند څخه غوښتنه کوي چې د خپلو ټولو وګړو که په هر دین پورې اړه ولري. د حقونو او خوندیتوب ډاډ به ورکړي. د کرکې وینا، توپیري چلند، او د دولتي لاسوهنې له لارې مسلمانان په نښه کول د نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ دي.

په داسې وخت کښې چې زغم او پخلاینې ته تر ټولو زیاته اړتیا ده. د سیاسي یا ایډیالوژیکي موخو لپاره د مذهبي کرکې قصدي خپرول د نړیوالو بشري حقونو د مسؤلیتونو څخه سرغړونه ده او د مذهبي همغږۍ او سیمه ایز ثبات امکاناتو ته زیان رسوي.

نور ولولئ