د پولیو ضد واکسین دریم ملي کیمپین د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کښې پیل شو
دغه کیمپین د وزیراعظم د پولیو له منځه وړلو ځانګړې استازې عایشه رضا فاروق پرانیست. فاروق د پرانیستې پر مهال ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل.
دا اوونیز کیمپین به په ټول هیواد کڅې ترسره شي او موخه یې د پنځو کالونو څخه کم عمر لرونکي ۴۵ میلیونه ماشومان واکسین کول دي. په دې کمپاین کښې به ۴۰۰,۰۰۰ د پولیو کارکوونکي برخه واخلی. په برخه اخیستونکي کښي له نیمايي څخه ډیرې میرمنې دي. سخت امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.
تر اوسه په هیواد کښې د پولیو ویروس ۱۰ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. د ویروس نمونې د هیواد په ۶۸ ولسوالیو کښې په ۲۷۲ د فاضلابو نمونو کښې موندل شوي دي. چې د اندیښنې لامل شوی دی.
پاکستان او افغانستان په نړۍ کښې وروستي هیوادونه دي چیرې چې د پولیو ویروس لا هم شتون لري. پاکستان د واکسیناسیون دوامداره کمپاینونه پیل کړي او موخه یې ده چې د کال تر پایه له پولیو څخه پاک شي.
