په خضدار کښې د برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر اته ته ورسېد. پوځ پر ځای د لویو پوځي عملیاتو ژمنه کړې چې په بلوچستان کښې به کوچني استخباراتي عملیات روان وساتي.
د مې په ۲۱مه په بلوچستان کښې ده خضدار په سیمه کښې پر یوه ښوونیز بس ترهګرو برید وکړ. چې له امله یې شپږ ماشومان او دوه لویان ووژل شول.
د جمعې په ورځ رسنیو ته د خبرو پر مهال د پوځ د عامه اړیکو د ادارې (ISPR) مشر لفټننټ جنرل احمد شریف وویل چې استخباراتي عملیات به دوام ولري.
په یوه ګډه خبري غونډه کښې د کورنیو چارو وزارت سیکرټري خرم آغا شریف وویل چې هند په دې ناامنه ولایت کښې د خپلو ترهګرو ډلو په کارولو سره په پاکستان کښې د بریدونو پلان او تنظیم کوي.
لفټننټ جنرل شریف وویل چې استخباراتي عملیات په لرې پرتو سیمو کښې له ترهګرو سره د مبارزې یوه ډېره اغېزمنه لار ده.S