د پاکستان ټیلی کمیونیکیشن اتھارټي څو هندي یوټیوب چینلونه او ویب سایټونه د غلط معلوماتو او پاکستان ضد پروپاګند خپرولو په تور بند کړي دي.
د PTA یوې اعلامیې له مخې ټول ۱۶ هندي یوټیوب خبري چینلونه، ۳۱ یوټیوب ویډیو لینکونه او ۳۲ ویب سایټونه بند شوي دي.
پي ټي اي په خپل بیان کښې ویلي دي چي دا اقدام د سیمې اوسني وضعیت ته په کتو سره د ملي امنیت د خوندي کولو او د پاکستان ډیجیټل ایکوسیستم د ساتلو لپاره اخیستل شوی دی.
اعلامیه زیاتوي چي بند شوي مواد د غلطو او زیان رسوونکو بیانونو په خپرولو موندل شوي چې موخه یې د عامه افکارو لاس وهنه او د ملي یووالي کمزوري کول دي.
په اعلامیه کښې دا هم ویل شوي چې دا بندیز د غلطو معلوماتو پر ضد د روان کمپاین یوه برخه ده.
تر دې وړاندې هند هم د ملي امنیت په دلیل یو شمېر پاکستاني یوټیوب چینلونه بند کړي وو. په بند شویو چینلونو کښې د پاکستان مشهور خبري چینلونه هم شامل وو.



