به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چي  د اسلام اباد په سیمو کښې د ترهګرو پر کيمپونو د هند د بریدونو ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې هند باید د خپلو کړنو په اړه حساب ورکړي.

په اسلام اباد کښې د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته په وینا کښي د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان وویل چې د هند بریدونو سیمه ایزه سوله او ثبات له خطر سره مخ کړي دي.

خان وویل چي پاکستان په کټ مټ ډول دا عمل غندي. د هند کړنې د ملګرو ملتونو له منشور، نړیوال قانون او د دولتونو ترمنځ د اړیکو له ټاکل شویو معیارونو څخه سرغړونه ده.

هغه زیاته کړه چي دا ډېره خواشینونکې ده چې د هند بې پروا چلند دوه اټومي وسلو لرونکي هېوادونه یوې لویې شخړې ته نږدې کړي.

ویاند وویل چې د هند جنګي جذبه او جنګي جنون باید د نړۍ لپاره د جدي اندېښنې وړ وي. هغه زیاته کړه چې نړۍ د هند په څېر غیر مسؤلانه کړنې نشي زغملی.

هغه وویل چي د هند حکومت د ترهګرۍ له پلمې څخه کار اخیستی ترڅو د قرباني کېدو خپله دروغجنه بیانیه پرمخ یوسي. چې سیمه ایزه سوله یې له خطر سره مخ کړې ده او زیاته یې کړه چې پاکستان له پاهالګام برید سره د ځان د تړلو هر ډول هڅه ردوي.

هغه وویل چي نړیواله ټولنه باید هند د خپلو غیر مسؤلانه، غیر قانوني او جنګي کړنو په اړه حساب ورکوونکی کړي.

خان زیاته کړه چې د هند د بهرنیو چارو وزیر پر پاکستان بې شمېره بې بنسټه تورونه لګولي دي. هغه زیاته کړه چې د دې حالت له پاکستان سره تړاو ورکول بې مانا دي.

هغه زیاته کړه چي دا هند دی چې د پاکستان پر حاکمیت په تېري کولو او د ملکي وګړو په وژلو سره یې وضعیت خراب کړی دی.

پاکستاني ځواکونو پر پاهالګام برید نه دی کړی. خو هندي ځواکونو د پاکستان پر څو ځایونو بریدونه کړي دي.

ویاند زیاته کړه چې د هند بریدونو په پایله کښې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي شهیدان شوي دي. هغه پر هند هم د اوبو پر وسله وال کولو نیوکه وکړه. چې دا پر پاکستاني خلکو د برید په څېر پرېکړه ده.

Author

نور ولولئ