به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس ویلي دي چې امریکا به د هند او پاکستان ترمنځ په مخ په زیاتیدونکې جګړه کښې مداخله ونه کړي. هغه وویل چې د دې دوو اټومي طاقتونو ترمنځ جګړه زمونږ کار نه دی.
وینس دا څرګندونې فاکس نیوز سره په یوه مرکه کښې کړي دي. دا خبرې د دواړو هیوادونو ترمنځ د توغندیو او بې پایلټه الوتکو د وروستیو بریدونو وروسته شوې دي. هند ادعا وکړه چې د دوی توغندیو په پاکستان کښې ۳۱ کسان وژلي دي. هند وویل چې دا بریدونه یې ترهګریزو تاسیساتو په نښه کړي وو خو پاکستان دا ادعا رد کړه.
په داسې حال کښې چې امریکا به د وضعیت د خرابیدو د مخنیوي هڅه وکړي. وینس د امریکا د لاسوهنې پر محدودیتونو ټینګار وکړ.
هغه وویل چي مونږ کولای شو دا خلک وهڅوو چې یو څه د کړکیچ کچه راکمه کړي. خو مونږ به داسې جګړې کښې ښکیل نه شو چې زموږ کار نه دی او له امریکا سره د دې د کنټرول کولو لپاره هیڅ تړاو نه لري.
هغه زیاته کړه چې امریکا به خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي ځکه چې د دواړو خواوو دې ته مجبورول چې وسلې کیږدي. خو ده خبري عملي نه دي.
وینس هیله څرګنده کړه چې شخړه به پراخې سیمه ایزې جګړې یا اټومي شخړې ته ونه بدلیږي او ویې ویل چي اوس مهال مونږ فکر نه کوو چې داسې به وشي.
هم ټرمپ او هم وینس پخوا ویلي وو چې که د شخړې د ښکیلو خواوو ترمنځ مستقیمې خبرې ممکن نه وي نو دوی به د منځګړیتوب له هڅو لاس واخلي. لکه څنګه چې د اوکراین په شخړه کښې د دوی دریځ ښودلی.
دا بې پرې دریځ د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو له اقداماتو سره توپیر لري. چې د هند او پاکستان له مشرانو سره یې اړیکه نیولې او د فوري حالت آرامولو غوښتنه یې کړې ده. نړیوالې ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي. د ایران او سعودي بهرنیو چارو وزیران د پنجشنبې په ورځ دهلي ته رسیدلي دي.

نور ولولئ