د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د HBL پاکستان سوپر لیګ X پاتې اته لوبې به متحده عربي اماراتو (UAE) ته ولیږدوي. دا پریکړه د امنیتي اندیښنو له امله وشوه. چې د PCB مشر محسن نقوي د ډیر غیر مسؤلانه او خطرناک هندي عمل په توګه یاد کړ. چې د راولپنډۍ کرکټ سټیډیم یې په نښه کړی و.
دا پریکړه د امنیتي ګواښ په ځواب کښې شوې او د کورنیو او نړیوالو لوبغاړو خوندیتوب ته یې لومړیتوب ورکړی دی. د ټورنامنټ وروستۍ مرحله چې په اصل کښې په راولپنډۍ، ملتان او لاهور کښې ټاکل شوې وه. اوس به په متحده عربي اماراتو کښې ترسره شي. د ځانګړو ځایونو او نیټو سره به یو نوی مهالویش ډیر ژر خپور شي.
په اغیزمنو شویو لوبو کښې د کراچۍ کینګز د پېښور زلمي پر وړاندې، د پېښور زلمي د لاهور قلندر پر وړاندې، اسلام آباد یونایټډ د کراچۍ کینګز پر وړاندې، ملتان سلطانز د کویټه ګلیډیټر پر وړاندې، او همدارنګه کوالیفایر، ایلیمنیټر ۱، ایلیمنیټر ۲ او فاینل شامل دي. بهرنیو لوبغاړو لا دمخه دوبۍ ته سفر پیل کړی دی.
پي سي بي ټینګار وکړ چې د ټورنامنټ په بریالي بشپړولو ژمن دی او له ټولو شریکانو یې وغوښتل چې د دوی هڅو ملاتړ وکړي. بورډ د لوبغاړو رواني روغتیا د لوبو د لیږد په پریکړه کښې یو مهم عامل وباله.
دا پریکړه وروسته له هغه وشوه کله چې پاکستان د ۳۰ څخه زیات هندي ډرون الوتکې وروسته له هغه ویشتلې چې د پاکستان هوایي حریم یې سرغړونه کړې وه.
