به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په کرک کې د ناقراریو او ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکو پیښو په ضد د تخت نصرتي سپورټس ګراونډ کې د امن ولسي جرګه وشوه چې پکې زرګونو خلکو، سیاسي او قومي مشرانو ګډون کړی وو. جرګې ترهګرو او وسله والو ډلو ته په درېیو ورځو کې د سیمې د پرېښودو مهلت ورکړ، که نه نو د قومي جګړې خبرداری یې ورکړ چې په بل صورت کې به‌‌ مسلح لښکر کوو.


په لويه امن جرګه کښې د ايم اين اے شاهد خټک، صوبائي وزير زراعت ميجر سجاد بارکوال، پخواني صوبائي وزير ملک قاسم خان، د جے يو آئي صوبائي مشر ملک عماد اعظم ايډوکيټ، خټک اتحاد او د مختلفو سياسي پارټو مشرانو پشمول زرګونو خلقو ګډون اوکړو۔ ويناوالو د ترهگرۍ په ضد سخت دريځ خپل کړو او د نيشنل ايکشن پلان په موثره عمل کولو، د ترهگرو او د هغوي د سهولت کارانو په ضد د بې فرقه کاروائي او د سوشل بايکاټ غوښتنه وکړه. په جرګه کې د امن کمېټۍ جوړه شوې چې دغه تحريک به نور هم پراخوي، په داسې حال کې چې د اتوار په ورځ په کرکوک کې د تاريخي امن مارچ اعلان هم وشو.
په اخر کې د امن پاڅون مسوولینو یو پریکړه لیک وړاندې کړ چې د ټولو حاضرو مشرانو لخوا تائید شو.


(۱) د غوښتنو له جملې څخه لومړۍ غوښتنه دا ده چې وسله وال کسان دې په دریو ورځو کې دننه علاقه پرېږدي
(۲) که په دریو ورځو کې دننه نه وځي نو وسله وال برید به کوو
(۳) حکومت دې د هغو کسانو پر وړاندې توندي اوکړي چې په کرک کې ترهګري خپروي او د ښو او بدو طالبانو فرق او نوم دې له منځه یوسي.
(۴) مسلح ډلو ته پناه او سهولت کوونکي باید په بشپړه توګه بایکاټ شي

نور ولولئ