د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل چې پاکستان د هند له لوري د پرله پسې پارونو په وړاندې ستراتیژیک زغم ښودلی او د نړیوالو قوانینو سره سم یې عمل کړی دی.
په اسلام آباد کښې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال ښاغلي ډار وویل چې هند یو سیاسي انګېزه لرونکی بیان خپور کړی او ادعا یې کړې چې د هند په پوځي تاسیساتو بریدونه شوي دي.
ښاغلي ډار وویل چي دا یو لوی دروغ دی.
هغه زیاته کړه چې هند د مې له شپږمې تر اوومې پورې د خپلو تلفاتو پټولو لپاره په پاکستان کښې له اسلام آباد څخه تر کراچۍ پورې په څه باندې دوه درځنو ځایونو بریدونه کړي دي.
ښاغلي ډار وویل چې هند د خپلو بریدونو توجیه کولو لپاره د هند په تاسیساتو د بریدونو کیسه جوړه کړې ده.
هغه زیاته کړه چي زه د پاکستان خلکو ته وایم چي اندیښنه مه کوئ. د ستاسو وسله وال ځواکونه بیدار دي.
ښاغلي ډار دا هم وویل چې هند په قصدي ډول په امرتسر درې توغندي ویشتلي ترڅو پړه یې پر پاکستان واچوي. هغه وویل چې هند غواړي خپلې فرقه یي ستونزې بهرنۍ کړي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د خپلو پالیسیو او نړیوالو قوانینو ته د خپلو ژمنو سره سم پاکستان هیڅکله هم د ملکي وګړو په نښه کولو هڅه نه ده کړې.