د خېبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په څلورمه نېټه د خېبر پښتونخوا د کانونو او معدنياتو بل ۲۰۲۵ په صوبايي اسمبلۍ کښې وړاندې کړ. دا بل د دې موخه لري چې په خپلو طبیعي سرچینو باندې د صوبې واک ټینګ کړي. خو دا بل په ټولنیزو رسنیو کښې د ډېرو بحثونو لامل شوی دی.
ځینې خلک دعوې کوي چې دا بل به د خېبر پښتونخوا د معدني سرچینو د استحصال لامل شي. په دې سره به مرکزي حکومت کنټرول ترلاسه کړي او د صوبایي خپلواکۍ ته به زیان ورسوي او په پای کښې به په سیمه کښې هیچا ته ګټه ونه رسوي.
د دې دعوو په ځواب کښې د خېبر پښتونخوا حکومت ټینګار کوي چې د دې بل له وړاندې کولو مخکې یې له مختلفو اړخونو په شمول د معدنیاتو اتحادیې سره پراخې مشورې کړې دي. د حکومت د رغنده خبرو اترو هڅې د دې بل د سیاسي کولو له امله تر سیوري لاندې راغلې دي. چي په هغه کښي د عمران خان خور هم شامله ده او چې په جنجالي ډول یې د دې بل منظوره ول د خپل ورور له زندان څخه خلاصون سره تړلی دی.
په خیبر پښتونخوا کښې د معدنیاتو او ذخايرو په حقله معلومات:
دا بل (قانوني مسوده) یو مهم ګام دی چې د خیبر پښتونخوا د معدني شتمنیو څخه د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټه پورته کړي. سیاسي تعصبونو له امله رامینځته شوي خنډونه د صوبې د پرمختګ او سوکالۍ مخه نیولی شي. د دې بل اصلي مقصد په کان کیندنې سیکټر کښې د کورنیو او بهرنیو سرمايه ګزاري لپاره یو باثباته او زړه راښکونکی چاپیریال رامینځته کول دي.
په مهمه توګه دا بل د ملي معدني همغږۍ چوکاټ ۲۰۲۵ سره سمون لري. چې د مرکزي او صوبایي حکومتونو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکوي. نو د اختلاف تورونه بې بنسټه دي.
دا بل به د ۱۱ مهال ویش لاندې په يو ځائي شویو ضلعو او په نورو برخو کښې د ۲۰۳۰ دسمبر تر ۳۱ پورې معدني سرچینې تنظیم کړي. په مهمه توګه دا بل په واضح ډول د ايټمي انرژۍ، معدني تیلو او طبیعي ګيس پورې اړوند سرچینو لپاره د جوازونو صادرول خارجوي. د تصویب په صورت کښې دا بل به سمدلاسه نافذ شي. چې مقصد یې په کان کیندنې سيکټر کښې د شفافیت، یو اغیزمن اداري جوړښت او د نورو صوبو سره سم د یو ثابت قانوني او مالي چوکاټ رامینځته کول دي.
دا بل د خیبر پښتونخوا خلکو ته د ګټې رسولو لپاره دی. د پانګوونې لپاره مناسب چاپیریال رامینځته کول د ټولې سیمې په ګټه د معدني سرچینو څخه په اغیزمنه توګه ګټه اخیستل، او د ملي اقتصاد پیاوړي کول هم شامل دي.
په هرصورت دې مقصد ته رسیدل د صوبې او مرکز ترمنځ همغږۍ ته اړتیا لري. نو ځکه دا اړینه ده چې د کانونو او معدنیاتو بل په اړه غلط تبلیغات له پامه وغورځول شي او د دې د مثبت اقتصادي او ټولنیز اغیزې په پوتانشیل تمرکز وشي.
خبرداري: دلته څرګند شوي نظرونه د لیکوال خپل دي او د خبر کده پالیسي نه منعکس کوي