وزيراعظم شهباز شريف د سه شنبې په ورځ وويل چې د پاکستان ناڅرګنده معدني زيرمې چې د ټريليونونو ډالرو په ارزښت دي. د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ کلي ده. د پاکستان معدنیات د پانګونې فورم ۲۰۲۵ (پي ايم آئي ایف ۲۵) په پرانيستونکې غونډه کښې شهباز شريف وويل چې د دې سرچينو بريالي استخراج کولی شي پاکستان د نړيوالو مالي ادارو لکه نړيوال وجهي صندوق (IMF) له انحصار څخه خلاص کړي.
دوه ورځنی پی ایم آئي ایف ۲۵ چې د اسلام اباد په جناح کنونشن مرکز کښې شاوخوا ۳۰۰ بهرني استازي پکې راټول شوي. مقصد يې دا ده چې په څلورو واړو صوبو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان کښې د پاکستان د کان کیندنې په سیکټر کښې د پانګونې د جذب لپاره يو متحد چوکاټ جوړ کړي. دا فورم د نړيوالو ګټه اخیستونکو لپاره د دې مخ پر ودې سکټرر کښې د ګټورو پانګوونې فرصتونو د سپړلو لپاره د يوې پلیټفارم په توګه کار کوي.
شريف د يوې نوې تګلارې په اړه ټينګار وکړ او ويې ويل چې د پانګونې راتلونکي تړونونه به په پاکستان کښې د ارزښت اضافه کولو ته اړتيا ولري. هغه وويل چې مونږ به خام مواد د بهر لېږلو اجازه ورنکړو. پرځای يې حکومت اراده لري چې د پانګوالو سره په ملګرتيا کښې د ښکته صنعتونو د جوړولو لپاره کار وکړي. خام مواد به د صادراتو لپاره په بشپړو توګو بدل کړي. شريف ټينګار وکړ چې دا ملګرتيا به پاکستان ته د ټیکنالوژۍ لېږد هم شامل کړي.
هغه وویل چی داسې تړونونه به دا یقیني کوي چې پانګوال به ټیکنالوژي راوړي او د وخت په تیریدو سره به یې پاکستان ته انتقال کړي.
وزيراعظم د پاکستان د معدني شتمنۍ د پراخ ظرفیت په اړه رڼا واچوله او د هغې ارزښت يې په ټريليونونو ډالرو اټکل کړ. هغه د راتلونکي يو داسې لید وړاندې کړ چې د دې سرچينو بريالي پرمختګ به د بهرنیو پورونو او د IMF مرستې ته د هېواد اړتیا له منځه یوسي.
په دې غونډه کښې د سند، بلوچستان او پنجاب وزيراعلاګانو او د پوځ مشر جنرل عاصم منیر هم ګډون کړی وو.