د قامي سلامتیا کمیټې په غونډه کښې د هند د توغندیو بریدونه وغندل شول. په دغو بریدونو کښې بې ګناه سړي، ښځې او ماشومان شهیدان شوي او د عامو خلکو تاسیساتو، لکه جوماتونو ته زیان رسیدلی دی. کمیټې وویل چې هند به د دې پایلو مسؤل وي.
د قامي سلامتیا کمیټې بشپړ بیان داسې دی:
د قامي سلامتیا کمیټه د پاکستان د اسلامي جمهوریت د لومړي وزیر، محمد شهباز شریف په مشرۍ کښې جوړه شوه. غونډې د هند په بریدونو کښې د شهید شویو بې ګناه خلکو روحونو ته دعا وکړه. د شهیدانو کورنیو ته یې خواخوږي څرګنده کړه او ژوبلو ته یې د ژر روغتیا هیله وکړه. قامي سلامتیا کمیټې د هند د بې دلیله بزدلانه او غیرقانوني جنګي عمل له امله رامینځته شوي سخت حالات وڅیړل.
د ۲۰۲۵ کال د مې د میاشتې په ۶/۷ شپه د هند وسله والو ځواکونو د پاکستان په خپلواکه خاوره کښې په څو ځایونو لکه سیالکوټ، شکرګړ، مریدکې او په پنجاب کښي بهاولپور ، او کوټلي او مظفرآباد په آزاد جمو او کشمیر کښې په همغږۍ سره توغندي، هوايي او ډرون بریدونه ترسره کړل. دې بې دلیله او غیر عادلانه بریدونو په قصدي ډول ملکي سیمې په نښه کړې او د خیالي ترهګرو کمپونو د شتون په درواغو پلمو یې بې ګناه سړي، ښځې او ماشومان شهیدان کړي او د عامو خلکو تاسیساتو لکه جوماتونو ته یې زیان رسولی دی. د هند دغه تیری د خلیج د دوستو هیوادونو سوداګریزو الوتکو ته هم سخت خطر پېښ کړ. چې په زرګونو مسافر یې له خطر سره مخ کړل. سربیره پردې د نیلم جهلم د اوبو برښنا پروژه هم په قصدي ډول د نړیوالو کنونسونونو په سرغړونې سره په نښه شوې ده.
قامي سلامتیا کمیټې دا غیرقانوني کړنې د پاکستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه وبلله. چې د نړیوالو قوانینو له مخې په ښکاره ډول د جنګي عملونو په توګه ګڼل کیږي. د هند د پوځ لخوا په قصدي ډول د ملکي وګړو په شمول د بې ګناه ښځو او ماشومانو په نښه کول یو ناوړه او شرمناک جرم دی. چې د انساني چلند له ټولو اصولو او د نړیوالو قوانینو له احکامو سرغړونه ده.
پاکستان په ټینګار سره د هند هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په خاوره یې د ترهګرو کمپونه شتون لري. دا هم باید یادونه وشي چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل د ۲۲مې نیټې سمدستي وروسته پاکستان د یو باوري، شفاف او بې طرفه تحقیقاتو لپاره صادقانه وړاندیز وکړ. چې له بده مرغه ونه منل شو. نړیوالو خبري رسنیو لا دمخه د ۲۰۲۵ کال د مې په ۶مه نیټه دغه خیالي ترهګر کمپونه لیدلي وو او د مې په ۷مه نیټه د نورو لیدنو پلان هم شوی و. خو د خپلو درواغو د افشا کیدو له ویرې او د خپلو ادعاوو په اړه د هیڅ ډول ثبوت پرته، د هند مشرتابه، له هر ډول اخلاقو بې برخې، اوس دومره وړاندې تللی چې د خپلو خیالي فکرونو او لنډ مهاله سیاسي اهدافو د پوره کولو لپاره په بې ګناه ملکي وګړو بریدونه کوي. په خپلو بې ګناه خلکو برید کول د پاکستان لپاره نه زغم کیدونکي او نه منل کیدونکي دي. هند د هر ډول عقل او منطق خلاف یو ځل بیا په سیمه کښې اور بل کړی. چې د راتلونکو پایلو مسؤلیت به په بشپړه توګه د هند په غاړه وي.
د پاکستان وسله والو ځواکونو د خپل ځان د دفاع د حق او د ملي امنیت شورا د ۲۰۲۵ کال د اپریل د ۲۲مې نېټې د اعلامیې د چوکاټ سره سم په کلکه سره د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا په شمول د آزاد جمو او کشمیر، د هند د تېري په وړاندې دفاع وکړه. په دې ترڅ کښې یې د هند پنځه جنګي الوتکې او بې پایلټه الوتکې هم راوغورځولې.
د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې سره سم پاکستان دا حق لري چې د خپل ځان د دفاع په توګه په خپل وخت، ځای او ډول ځواب ورکړي ترڅو د بې ګناه پاکستانیانو د ژوند د لاسه ورکولو او د خپل حاکمیت د ښکاره سرغړونې غچ واخلي. د پاکستان وسله والو ځواکونو ته په دې اړه د اړوندو اقداماتو کولو واک ورکړل شوی دی.
د هند د دې ښکاره تېري له امله سخت خپه شوي. ټول پاکستانی ملت د وسله والو ځواکونو د زړورتیا او مېړانې او د خپلې خاورې په دفاع کښې د هغوی د وخت په ځای پر ځای اقدام ډېره ستاینه او لمانځنه کوي. ملت د هر ډول نور تېري په وړاندې یو موټی او کلک ولاړ دی.
ملي امنیت شورا په نړیواله ټولنه غږ کوي چې د هند د بې دلیله غیرقانوني کړنو په سنگین والي پوه شي او د نړیوالو نورمونو او قوانینو د ښکاره سرغړونو له امله یې حساب ورکړي.
پاکستان د عزت او وقار سره سولې ته ژمن دی او یو ځل بیا ټینګار کوي چې هیڅکله به د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونې ته اجازه ورنکړي او نه به خپلو وياړلو خلکو ته د کوم زیان رسولو اجازه ورکړي.