د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په پاکستان کښې د چین سفیر ملاقات وکړ. دا ملاقات وروسته له هغې وشو چې پاکستان د هندوستان څو الوتکې د هغوی د پوځي بریدونو په ځواب کښې وغورځولې.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا نن سهار وختي د چین سفیر ښاغلي جیانګ زیدونګ د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار سره ولیدل. ښاغلي ډار چینايي سفیر ته د هندوستان له خوا د پاکستان په خپلواکۍ له بې دلیله سرغړونې او د بې ګناه خلکو د ژوند د ضایع کیدو وروسته د جدي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
هغه د پاکستان پر دې ټینګ هوډ ټینګار وکړ چې په هر قیمت د خپلې خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړي. دواړو خواوو د سیمه ایزو امنیتي پرمختګونو په اړه نظرونه تبادله کړل او په ټولو اړوندو برخو کښې یې د نږدې همغږۍ او اړیکو ساتلو باندې اتفاق وکړ.