د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ژمنه کړې ده چې د شهیدانو د وینې غچ به اخلي او وخت به د دښمن زخمونه روغ نه کړي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان ځواب یو ځل بیا په دودیزه جګړه کښې د هیواد برتري ثابته کړه.
شهباز شریف ملت ته په خپله وینا کښې وویل چي مونږ تېره شپه ثابته کړه چې پاکستان پوهیږي چې څنګه د خپلې دفاع لپاره مناسب ځواب ورکړي. ملت د وسله والو ځواکونو زړورتیا او ځواک ته درناوی کوي.
وزیراعظم هغه وخت ملت ته وینا وکړه کله چې هند د پاکستان په خاوره یو لړ بریدونه وکړل. چې ۳۱ بې ګناه ملکي وګړي یې ووژل او ۴۶ یې ټپیان کړل.
وزیراعظم وویل په قربانیانو کښې ماشومان او ښځې هم وې. د یوه ماشوم جنازه د هیواد د ملکي او پوځي مشرتابه لخوا ترسره شوه. هغه یوازې اوه کلن و. هغه یوازې یو ماشوم و. ملت ټولو شهیدانو ته درناوی کوي او مونږ ټول د دوی د کورنیو سره ولاړ یو.
وزیراعظم شهباز شریف وویل چې د هند د تېرې شپې په هوایي بریدونو کښې توی شوې هره څاڅکي وینه به غچ اخیستل کیږي. هغه دا هم وویل چې زمونږ د دښمن تسلیمیدو لپاره یوازې څو ساعته وخت ونیو. پاکستان د هند پنځه جنګي الوتکې راوغورځولې چې د دوی ویاړ و. خو اوس په ایرو بدل شوي دي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د هوایي ځواک ځواب په ۱۹۶۵ کال کښې د سکواډرن لیډر ایم ایم عالم د کارنامو یادونه کوي.
هغه دا هم وویل چې هند فکر کاوه چې پاکستان به یو ګام شاته واخلي. خو دوی هیر کړل چې دا د زړورو خلکو زړور ملت دی.
دې دښمن فکر کاوه چې دوی یوازې په بې وسلو ملکیانو په برید کولو سره ځواکمن دي. خو تېره شپه پاکستان ثابته کړه چې موږ پوهیږو چې څنګه مناسب ځواب ورکړو. نن ټول ملت زمونږ د وسله والو ځواکونو زړورتیا ستایل غواړي. د کنټرول په کرښه کښې د دواړو هیوادونو هوایی مخامخ کیدل وښودله چې پاکستان په داسې حال کښې چې د خپلو پولو دننه پاتې کیږي. خورا مسلکیتوب ښودلی دی.
هغه د پوځي مشرتابه ستاینه وکړه او ویې ویل چې ملت د وسله والو ځواکونو څخه ویاړي.
شهباز شرېف وویل چي د پاهلګام وروسته په پاکستان باندې برید پرته له کوم ثبوت څخه یوازې بې هدفه دی. د سولې خوښونکي ملت په توګه. پاکستان د دې پیښې د شفافې او خپلواکې څیړنې وړاندیز وکړ او ټوله نړۍ د دې شاهد وه. خو هند ټول نړیوال قوانین مات کړل. د نړیوال قانون له مخې کشمیر یوه لانجمنه سیمه ده او تر هغه وخته به کشمیر کښې سوله نه راځي چې خلک پخپله پریکړه وکړي. مهمه نه ده که هند سل یو اړخیزه پریکړې وکړي.
