به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

تیره شپه ناوخته هند شپږ ځايونه په نښه کړل. چې پکې ۲۶ اولسي وګړي شهيدان او ۴۶ نور ژوبل شوي دي. د پوځ وياند لېفټننټ جنرال احمد شريف چوهدري نن په يوه خبري غونډه کښې دا خبره تاييد کړه.

هغه رسنيو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال د ځايونو او مرګ ژوبلې تفصيل هم ورکړ.

لومړی ځای: احمد پور ختیځ

ډي جي آئي اېس پې آر وویل چي د ځايونو تفصيل دا دی. احمد پور ختيځ کښې د سبحان الله جومات په نښه شو. ۱۳ کسان شهيدان شوي دي. چې دوه نجونې، اووه ښځې او څلور نارینه پکې شامل دي. په دې ځاى کښې ۳۷ کسان ژوبل دي.

دويم ځای: مظفرآباد

په مظفرآباد کښې په بلال جومات بريد وشو چي ۳ کسان پکې ووژل شول. چي په هغه کښي یوه جينئ او يو هلک شامل دي.

دریم ځای: کوټلی

په کوټلي کښې په عباس جومات بريد وشو. چې پکې يوه ۱۶ کلنه جينئ او يو ۱۸ کلن هلک شهيدان شول.

څلورم ځای: مریدکی

مریدکي کښې درې بې ګناه ولسي وګړي شهيدان او يو ژوبل شو.

پنځم ځای: سیالکوټ

په سیالکوټ کښې دوه چاودنې وشوې. یو هوايي مرمۍ نه ده چاودېدلې او بله په يوه خلاصه ځمکه کښې لګېدلې ده. په دې سيمه کښې د سر او مال زيان نه دی اوښتی.

له دې سیمې د سر د زیان هیڅ خبر ندی ورکړل شوی. یوازې یو ډسپنسري زیانمنه شوې ده.

د ځاني زیانونو په اړه د نورو معلوماتو په شریکولو سره ډي جي آئي ایس پي آر وویل چې د کنټرول په کرښه نږدې ۵ ولسي وګړي شهیدان شوي دي. د پاکستان ځواکونو په چټکۍ او وخت سره مناسب ځواب ورکړ. هند په پاکستان کښې په جوماتونو بریدونه وکړل. کوم چې په هند کښې د هندو توا ایډیالوژي وده ښیي.

آئي اېس پې آر دا هم وویل چې رسنیو او نړیوالو رسنیو له دې ځایونو لیدنه وکړه. هند د نیلم جهلم د اوبو برښنا پروژه او نوسیري بند هم په نښه کړل. په برید کښې د بند جوړښت ته زیان رسیدلی دی. د برید په وخت کښې ۵۷ نړیوالې الوتکې د پاکستان په فضايي حدودو کښې روانې وې. مونږ فکر کوو چې هند د پایلو په اړه فکر نه دی کړی.

اوس به پاکستان مناسب ځواب ورکړي او دا لړۍ به روانه وي. هند په شپه برید وکړ. مونږ به د هند غلط فهم سم کړو. مونږ یوه جنګیدلې اردو یو. مونږ شهادت سره مینه لرو او غاړه ورکوو. د خبرو په پای کښې هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پاکستان یوازې د ځان دفاع په توګه ځواب ورکړی او زغم یې ښودلی دی.

Author

نور ولولئ